دتخارولایت دبیلابیلو ولسوالیو یو شمېر عالمانو او مخورو دافغانستان داسلامي جمهوریت، له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې خپلې سیمه یزې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې.
په دغه کتنه کې چې دولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه، دتخار ولایت درستاق، چاه آب، خواجه غار، دشته قلعه، ینګي قلعه، درقت او خواجه بها والدین ولسوالۍ دخلکو په استازیتوب ددغه ولایت دولایتي شورا غړواحمدالله احمدي او عبدالخالق ایوبي دنور په استازیتوب خبرې وکړې او یو ځل بیا یې دافغانستان داسلامي دولت له وګړنیزو پروګرامونو څخه خپل غوڅ ملاتړ څرګند کړ.
دوې همداراز دپوهنې، عامې روغتیا او سړکونو په برخه کې خپلې سیمه یزې ستونزې ولسمشر ته وړاندې او دتخار په ولایت کې یې دانډولیزې بیا رغاونې او پراختیایی پروګرامونو دعملي کولو، ددغه ولایت دسیمه یزې ادارې داصلاح، دغیر مسوولو وسله والو کسانو دبې وسلې کولو او دهغو کسانو دمحاکمې غوښتنه وکړه چې دخلکو په وینو یې لاسونه سره دی او لا تراوسه دټوپک په زور په دغه ولایت کې په جنایتونو لاس پورې کوي.
ویناوالو داداري فساد په وړاندې دهېواد دلوی څارنوال ښاغلي عبدالجبار ثابت لخوا له اعلان شوي جهاد او په دې لاره کې دهغه له ګټورو هڅو څخه خپل ملاتړ اعلان او له ولسمشر څخه وغوښتل چې په هېواد کې داداري فساد دله منځه وړلو په لاره کې دښاغلي ثابت له هڅو څخه کلک ملاتړ وکړي.
دوې دفساد او جنایت په وړاندې دمبارزې په لاره کې لوی څارنوال یوزړور شخص او دقانون دحاکمیت ښه پلی کونکی وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې د داسې کسانو په شتون سره به ډیر ژر له هېواد څخه دفساد لمنه ټوله شي.
ولسمشر دتخار ولایت دبیلابیلو ولسوالیو له عالمانو او مخورو سره دلیدو له امله خوښي څرګنده کړه، دهغوې ستونزې او غوښتنې یې واوریدې وې ویل: دافغانستان اسلامي دولت په بیلابیلو برخو کې اصلاحات پیل کړي او دغه بهیر قدم په قدم مخ په وړاندې روان دی.
حامد کرزي وویل: دبیا رغاونې له بهیر څخه نیولی دادارې داصلاح او دظلم او زور زیاتي په وړاندې دمبارزې تر پولې پورې ستاسو ټولو ستونزو او غوښتنو ته په جدي توګه پاملرنه کیږي او دحل لپاره به یې له قانوني لارې اجرات تر سره شي.
ولسمشر دیوشمېر زورواکو افرادو دشتون په اړه وویل: دظلم او ظالم عمرډیر لنډ وي او همیشه حق په باطل بریالی کیږي، هغوې چې دافغانستان د موجودو قوانینو پرخلاف زموږ په خلکو ظلم کوي، ډیر ژربه دقانون منګولو ته وسپارل شي.
ولسمشر، دغونډې په پای کې دکورنیو چارو، دکلیو دپراختیا، دفواید عامې وزارتونو وزیرانو او دپوهنې او عامې روغتیا وزارتونو معینانو ته چې په غونډه کې حاضر و، لارښوونه وکړه چې دخپلو کاري لوریو په پام کې نیولو سره دې دتخار ولایت دخلکو دموجودو ستونزو په حل کولو کې لازم اقدام وکړي.