دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشر حامد کرزي دلوګر په ولایت کې دنجونو په یوه ښوونځی باندې هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې ددغه ښوونځي دوه تنه نجونې شهیدې او یوشمېر نورې ټپیانې شوې.
پرون غرمه دلوګر ولایت دحبیب الله کلا دسیمې دفاطمې په ښوونځي باندې دهېواد دښمنه وسله والو کسانو د ډزو له امله د دغه ښځینه ښوونځي دوه تنه زده کوونکې شهیدې او یوشمېر نورې ټپیانې شوې.
دغه تروریستي برید هغه مهال ترسره شو چې ددغه ښوونځي زده کوونکي له رخصتیدو وروسته خپلو کورونو ته روان و.
دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشر حامد کرزي، چې نن یې له خبریالانو سره دولسمشرۍ په ماڼۍ کې خبرې کولې، په دغه ښوونځي باندې دتروریستي برید او دهغه له امله د دوه و زده کوونکو نجونو په وژل کیدو باندې خپله خواشیني څرګنده او دغه عمل یې یوه غیر انساني او غیر اسلامي کړنه وبلله، وې ویل:دنجونو په ښوونځي باندې دتروریستي برید ترسره کول له یوه ودان او پرمختللي افغانستان سره ددښمنۍ څرګنده نښه ده.
ولسمشر وويل: دافغانستان دخلکو دښمنان غواړي چې زموږ دعالمانو، انجینرانو، ښوونکو او دښوونځيو په معصومو زده کوونکو باندې په برید سره افغانستان دپرمختګ له کاروان څخه شاته کړي او له افغانانو دهغوې دژوندکولو، دتعلیم او دیوې مړۍ حلالې ډوډۍ دترلاسه کولو روا حق واخلي او پرې نږدي چې دافغانستان خلک پخپله خپل ډاکتر، انجنیر، ښوونکی او په نورو بیلابیلو برخو کې متخصص ولري.
حامد کرزي وویل: دافغانستان دخلکو دښمنانو زموږ لوڼې په دې جرم شهیدانې کړي چې هغوې علم زده کولو، دافغانستان په راتلونکې سوکالۍ او آبادۍ کې یې مهم رول لوباوه له همدې امله ددې خاورې دښمنانو هغوې تحمل نه کړې او شهیدانې یې کړې.
ولسمشر وویل: په تیرو څو کلونو کې دافغانستان دخلکو ددښمنانو څیرې او دهغوې ټول شوم نیتونه افغانانو او دنړۍ خلکو ته په ښه ډول څرګندې شوې دي او هیڅکله به دهغوې دپروني بزدلانه اووحشیانه عمل په شان کړنو څخه ونه ویریږي، زموږ خلک پوهیږي دغه اسلام او انسان دښمنه عناصر دنني اوراتلونکي پرمختللي او ودان افغانستان دښمنان دي او دیو سوکاله افغانستان له ویرې په دا ډول عملونو لاس پورې کوي.
حامد کرزي زیاته کړه: افغانان دخپلې خاورې دښمنانو ته خبرداری ورکوي چې دافغانستان خلکو دخپل هېواد دآبادۍ او پرمختګ لپاره چې کوم هوډ کړي په هغه کې به ددوې د داډول ناولو هڅو سره سره هیڅکله خلل رامنځته نشي، که هرڅو دافغانانو لوڼې شهیدانې شي، افغان میندې به داسې نورې ډیرې لوڼې نړۍ ته راوړي، ښوونځیو ته به یې واستوي او دافغانستان دآبادۍ او پرمختګ په لاره کې به خپل نه ستړي کیدونکي یون ته دوام ورکړي.
ولسمشر، دیوې پوښتنې په ځواب کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دسیمه یز امن دګډې جرګې جوړیدو ته اشاره وکړه وې ویل: هیله لري چې ددغې جرګې له لارې چې دوه میاشتې وروسته به جوړه شي ددواړو هېوادونو ترمنځ دنا امنۍ موجودې ستونزې حل او په سیمه کې دامنیت او ثبات په ټینګښت کې دکتنې وړ پایلې ترلاسه شي.
حامد کرزي وویل: دسیمې ټول هېوادونه باید په دې حقیقت پوه شي چې دافغانستان په سوکالۍ او پرمختګ کې دهغوې ښیګڼه او په ورانۍ او وروسته پاتې والي کې یې زیان دی.
ولسمشر دیوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل: ننی افغانستان هغه پرونی افغانستان نه دی، ننی افغانستان له ځانګړي دریځ، لازم توان او له کلک نړیوال ملاتړ څخه برخورداردی.
حامد کرزي ټینګار وکړ چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دسیمه یز امن جرګې په صادقانه ډول جوړیدل به، نه یوازې دافغانستان لپاره په ګټه وي، بلکې له افغانستان څخه څو برابره زیاته به دپاکستان په ګټه او خیر تمامه شي