ولسمشر دبدخشان له خلکو سره وکتل- د۱۳۸۶ لمریز کال ددلوې ۲۳مه

 

دبدخشان ولایت دبیلابیلو ولسوالیو یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو دافغانستان داسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې خپلې سیمه یزې ستونزې بیان کړې.

په هغه کتنه کې چې نن غرمه دجمهوري ریاست په مقر کې ترسره شوه، لومړی په ولسي جرګه کې دبدخشان دخلکو استازي زلمي خان مجددي، دبدخشان دولایتي شورا رئیس، مولوي عبدالواحد اودادخدا دنوروپه استازیتوب خبرې وکړې، دافغانستان داسلامي دولت له پروګرامونو څخه دملاتړ په ترڅ کې یې دپوهنې، عامې روغتیا، سرک، اوبو او بریښنا په برخو کې خپلې سیمه یزې ستونزې او غوښتنې جمهوررئیس ته بیان او له پامیر څخه دچین هېواد ترپولې دیو سرک، دبهارک، جرم، پنجشېر اوکابل دحلقوي سرک، دکوکچې دبریښنا دبند، په فیض آباد کې دیوه دوه سوه بستریز روغتون دجوړولو، داصلاح شویو تخمونو، دباغدارۍ او داوږد مهالوپورونو دپروژو او له طبعي پیښو څخه دراپیدا شویو ستونزو دحل په اړوند ددولت دپاملرنې غوښتنه وکړه.

ولسمشر دبدخشان ولایت دخلکو له استازو سره دکتنې له امله خوښي څرګنده کړه، ددوې ستونزې او غوښتنې یې وارزولې، وې ویل: بدخشان دافغانستان له هغو سترو اولرغونو تاریخي ولایتونو څخه دی چې افغانستان ته یې ستر سیاسي، علمي او فرهنګي شخصیتونه روزلي او دې هېوادته یې مهم کارونه تر سره کړي دي.

حامد کرزي وویل: په هېواد او بدخشان کې یو شمیر سترې پروژې پلې شوي او یو شمېر یې دپلې کیدو په حال کې دی، خو خپل منزل او هدف ته درسیدو لپاره چې هغه په بشپړه توګه دافغانستان پرمختګ او اقتصادي پراختیا ده، لا ډیره لاره په مخکې لرو، خو کوم کار مو چې پیل کړی دی، هغه له هر اړخه مهم دی ځکه چې دهغې په رڼا کې به داهېواد دپرمختګ په لور ټینګ ګامونه پورته کړي.

ولسمشر زیاته کړه: دسرک او دبریښنا دبندونو جوړول ددولت دکار په لومړیتوب کې ځای لري، په همدغو دواړو پروژو باندې په لاس بري سره به دیو آباد افغانستان لپاره زموږ هیلې او غوښتنې ترسره شي.

حامد کرزي زیاته کړه: افغانستان ددیرش کلنې جګړې له ایرو څخه نوی راپورته شوی دی له دې امله دسترو پروژه پلي کول زیاتې مودې ته اړتیالري، خو کوم کارونه چې په لنډ وخت کې تر سره کیدی شي، په دې اړه ددولت لخوا اقدام شوی او کیږي.

ولسمشر، دبدخشان ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ چې دپوهنې، عامې روغتیا، دنیشه یي توکو پرخلاف دمبارزې، اوبو او انرژۍ او دفواید عامې وزارتونه په خپلو کاري لوریو کې دبدخشان دخلکو دژوندانه ښه والي لپاره یو شمېر اوږد مهالې او لنډ مهالې پروژې تر لاس لاندې لري چې په عملی کولو سره به یې ددغه ولایت دخلکو په ژوند کې څرګند بدلون رامنځته شي.

دکتنې په پای کې جمهوررئیس اړوندو وزیرانو او معینانو ته چې په غونډه کې حاضروو لارښوونه وکړه چې دهغوې دیو شمېر ستونزو دحل لپاره لازم اجراات ترسره کړي.