جمهوررئیس دبادغیس او فاریاب له خلکو سره وکتل-د۱۳۸۷ لمریز کال دثور ۲۲ مه

 

دبادغیس او فاریاب ولایت یو شمېر عالمانو، مشرانو او مخورودافغانستان داسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې دامنیت، پوهنې، عامې روغتیا، بریښنا، سرکونو او دڅښاک داوبو په اړه خپلې سیمه یزې ستونزې بیان کړې.

په هغه کتنه کې چې نن غرمه دجمهوري ریاست په مقر کې ترسره شوه، اختر محمد او قاري دولت دنورو په استازیتوب خبرې وکړې، دافغانستان داسلامي دولت له وګړنیزو پروګرانومو څخه دملاتړ په ترڅ کې یې هغه ستونزې چې دبادغیس او فاریاب په ولایت کې خلک ورسره مخامخ دي په مفصله توګه جمهوررئیس ته بیان او دامنیت دپراختیا، دحلقوي سرک دکار دچټکتیا، دبریښنا دبهیر دتمدید، دملي پیوستون دپروګرام دپراختیا، دوچکالۍ ځپلو بې ځایه شویو خلکو لپاره دیو کمپ دجوړولو، په دولتي ادارو کې دملي مشا رکت داصل مراعاتول ، دپستو دځنګله دساتنې او دپوهنې دحالت دښه والي غوښتنه وکړه.

دغونډې ویناوالو دهېواد دملي پولیسو دځواکونو لیکو ته دخپلو بچیانو دورپیژندلو ژمنه وکړه  او ډاډ یې څرګند کړ چې دخپلو سیمو  دامنیت په ټینګښت کې به له سیمه یزو دولتي چارواکو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

 دهېواد جمهوررئیس دبادغیس او فاریاب ولایت له عالمانو، مشرانو او مخورو سره دلیدو له امله خوښي څرګنده، دهغوې ستونزې او غوښتنې یې وڅیړلې وې ویل: امنیت دیوه هېواد دپرمختګ ضامن دی، افغانستان په اوسنیو شرایطو کې دامنیت په برخه کې له دولت سره داولس همکارۍ ته اړتیا لري، داچې تاسو دغې اړتیا ته متوجه شوي یاست او خپل بچیان دملي پولیسو لیکو ته ور پیژنۍ، دا دامنیت دټینګښت لپاره یو ښه ګام دی.

په دغه غونډه کې وپتیل شوه چې داړوندو وزارتونو لخوا دې دبادغیس او فاریاب ولایت دخلکو یادې شوې ستونزې په دقیقه توګه وڅیړل شي او په راتلونکې غونډه کې دې دلازمو اجرااتو دعملي کولو لپاره لازم تصمیمونه ونیول شي.