په هيواد كى د ډاياگ د پروگرام د تطبيق لاس ته راوړنى د جمهور رئيس حامد كرزي په مشرۍ په يوه غونډه كى وځيړل شوى - د ۱۳۸۵ كال د عقرب ۲۱
 

جمهور رئيس د ډاياگ د پروگرام د لاسته راوړنو د څيړنى پر مهالدافغانستان داسلامي جمهوريت، دجمهور رئيس حامد كرزي،په مشرۍ، په هیوادکی دډایاک دپروګرام دتطبیق لاس ته راوړنی، نن ماښام په هغه غونډه کی وڅیړل شوی چی دګلخانی په ماڼی کی جوړه شوی وه. 

په دغه غونډه کی چی دجمهور رئیس دویم مرستیال محمد کریم خلیلي،دکورنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل،دملي امنیت سلاکار ډاکتر زلمي رسول،دملي دفاع وزارت مرستیال محمد یوسف نورستاني،دجمهوررئیس سلاکار محمد معصوم ستانکزِي، دجاپان سفیر او دیونما استازي ګډون کړی و،په افغانستان کی دډایاک دپروګرام دتطبیق لاس ته راوړنی، په دی اړه دنړیوالی ټولنی آند، په دی لاره کی پرتی ستونزی،خنډونه اوددغه پروګرام په بشپړه توګه دعملي کولو اغیزمنی لاری چاری په هر اړخیزه توګه وڅیړل شوی. 

 ډایاک یو ملي پروګرام دی چی په تطبیق سره  یی په ټول هیواد کی دسولی دټینګښت،دقانون دپلي کولواودحاکمیت دپیاوړتیا سبب کیژي. 

په ننی غونډه کی پریکړه و شوه چی په راتلونکی غونډه کی دی په دی اړوند له هر اړخیز غور وروسته لازم تصمیمونه ونیول شي.