جمهور رئيس حامد كرزي د ملگرو ملتونو د سازمان د امنيت شورا د حقيقت موندنى له پلاوي سره وكتل - د ۱۳۸۵ كال د عقرب ۲۱ مه
 

جمهور رئيس حامد كرزى د ملگرو ملتونو د سازمان د امنيت شورا د حقيقت موندنى له پلاوي سره د كتلو په حال كىدافغانستان داسلامي جمهوريت، جمهور رئيس حامد كرزي، نن له غرمی مخکی دملګرو ملتونو دسازمان دامنیت شورا دحقیقت موندنی له پلاوي سره چی دافغانستان دروانو حالاتو،د شویو پرمختیاوو او موجودو ننګونو دارزونی لپاره کابل ته راغلی دګلخانی په ماڼی کی وکتل.

ددغی کتنی په پیل کی دملګرو ملتونو دسازمان دامنیت شورا دحقیقت موندنی دپلاوي مشر کینیزو اوشیما افغانستان ته دملګرو ملتونو دامنیت شورا دحقیقت موندنی دپلاوي دسفر موخه بیان کړه وی ویل: دامنیت شورا هوډمنه ده چی دافغانستان روان حالات،په تیرو پنځو کلونوکی شوي پرمختګونه اودامنیت په وړاندی موجودی ننګونی له نیژدی وارزوي. 

پلاوي، په افغانستان کی له شویو پرمختګونو،اقتصادي ودی،دسولی اوثبات په ټینګښت ، له تروریزم او نیشه یی توکوسره دافغانستان ددولت هڅی اومبارزه وستایله او دافغانستان له خلکو اودولت څخه یی دامنیت شورا د غوڅ ملاتړ له امله جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ وی ویل: که څه هم د تیرو دوه نیمو لسیزو جګړو ددغه هیواد ټول بنستونه نړولي دي، خو بیا هم دافغانستان دولت او خلکو دنړیوالی تولنی په مرسته په تیرو پنځو کلونوکی دکتني وړ کارونه کړي اوستری بریاوی ترلاسه کړی دي چی زموژ دخوښی وړ دي. 

دامنیت شورا پلاوي څرګنده کړه ، دنړی په یو شمیرنورو برخو کی هم ستونزی شته او دنړیوالی ټولنی پام یی هم ځانته اړولی دی خو له دی سره سره به افغانستان د پخوا په شان د نړیوالی ټولنی ملاتړ له ځانه سره ولری او له افغانستان سره به د دغی تولنی مرستی او همکاری ترهغه وخته پوری دوام ولري ترڅو داهیواد په خپل ځان متکي شي. 

جمهور رئیس حامد کرزِي،دملګرو ملتونو دسازمان دامنیت شورا دحقیقت موندنی پلاوي ته ښه راغلاست ووایه اودافغانستان له خلکو اودولت سره دنړیوالی ټولنی دمرستو اوهمکاریو له امله مننه وکړه. 

ښاغلي کرزي، په تیرو پنځو کلونو کی په هیوادکی دشویو پرمختګونو،لاس ته راوړنو، دډیورند دکرښی دواړو غاړو ته دامن دجرګو دجوړولو،له نیشه یی توکوسره دمبارزی،دوسلو دراټولولو دبهیر،دبشرد حقوقو،دښځو دحالت،دښوونی اوروزنی دڅرنګوالی او په هیوادکی دامنیت په وړاندی د پرتو ستونزو اوننګونو په اړه په مفصله توګه معلومات وړاندی کړل، وی ویل:کوم پرمختګونه چی په تیرو پنځو کلونوکی دافغانستان دخلکو په برخه شوي د افغانانو د هڅو او د نړیوالی ټولنی د مرستو او همکارۍ له امله لاس ته راغلی او کومی ستونزی چی لا تراوسه دافغانستان دخلکو دلاری په سر پرتی دي دهغو په له منځه وړلو کی هم باید دغه ټولنه خپلی همکارۍ ته دوام ورکړی. 

جمهوررئیس دافغانستان امنیتي حالت ته اشاره وکړه وی ویل: لټوي ي او دحل لپاره رعنده لاری چاری روان حالات،پّ تیرونو دارزونی لپاره افغانستان ته راغلی  یی بند شي.او په هغو باندی دبري لپاره له تروریزم سره دمبارزی او پر هغه باندی دبري موندلو لپاره آړینه ده چی هم مهاله په څو برخو کی کار وشي. 

دپوځي لارو چارو ترڅنګ باید دبیا رغاونی دبهیر چټکتیا،دخلکو دژوندانه ښه والي،اقتصادي ودی، دعمراني پروژو جوړولو اوله نیشه یی توکو سره مبارزی ته جدي پاملرنه او هلی ځلی وشي، چی دهغو په عملي کولو سره به له شک پرته په افغانستان کی دپرمختګ لپاره لاره اواره او مطلوبی پایلی به تر لاسه شي. 

دهیوادجمهور رئیس ټینګار وکړ چی له تروریزم او نیشه یی توکو سره دګټوری مبارزی او په هغو باندی دبري لپاره، دنړیوالی ټولنی جدي همکاری اړینه ده چی له تروریزم سره په مبارزه کی باید دهغه بهرني اړخ ته زیاته پاملرنه وشي . 

ښاغلي کرزي زیاته کړه :په افغانستان کی به هله تاو تریخوالی لژ او امنیت ته ورپیښ ګواښونه له منځه لاړشي چی له افغانستان څخه بهر دتروریستانو دملاتړ مالي سرچینی وچی او دروزنی مرکزونه یی بند شي. 

دهیوادجمهور رئیس، همداراز دافغانستان په اداره کی دکمزوریو داصلاح کولو،داداري اصلاحاتودرامنځته کیدو،په قضایی او نورو ملکي ادارو کی دفساد او بډی اخستنی دمخنیوي او دهغه دریښو په له منځه وړلوکی د دولت دجدي چلند یادونه وکړه او په دی لاره کی یی ددولت په هوډمنتیا باندی ټینګار وکړ. 

همداراز په دغه کتنه کی حامد کرزي دملي پولیسو دشمیر په زیاتوالي،دهغوی په سمبالښت او پیاوړتیا باندی ټینګار وکړ، چی نړیواله ټولنه باید په دی برخه کی پاملرنه وکړي.

په دغه کتنه کی ستر وزیر هدایت امین ارسلا، دبهرنیو چارو وزیر داکتر رنګین دادفر سپنتا اودملي امنیت سلا کار داکتر زلمي رسول هم ګډون کړی و.  

 دیادونی وړده، دملګرو ملتونو دامنیت شورا دحقیقت موندنی دغه پلاوي چی په افغانستان کی دشویو پرمختیاوو، دروانو حالاتو او دموجودوننګونو دارزونی او جاج اخستنی لپاره افغانستان ته راغلی، له دولتي چارواکو سره پر کتنی سربیره به دهیواد په جنوب او ختیځ کی له دولتي چارواکو، ځایی خلکو او دپوځي عملیاتو له زیانونیو شویو کورنیو سره هم وګوري دهغوی داړتیاوو، غوښتنو او اندیښنو په اړه به خبری اتری ورسره وکړي.