ولسمشر حامد کرزي داروپا ټولنې له غړو او داروپایي هېوادونو له سفیرانو سره وکتل. 19 ثور 1386
 
19sawer86_eembassaders_L.jpgدافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشر حامد کرزي داروپا ټولنې له غړو او داروپایي هېوادونو له سفیرانو سره وکتل او داروپا ټولنې د پنځوسمې کالیزې له امله  یې ورته مبارکي وویله.

داروپا ټولنه له نن څخه پنځوس کاله وړاندې له دوهمی نړیوالې جګړې وروسته داروپایي  هېوادونو په ګډون جوړه شوه.

په افغانستان کې دجرمني سفیر چې هېواد یې داروپا ټولنې دوره یي ریاست په غاړه لري، له ولسمشر حامد کرزي څخه مننه وکړه چې داروپایي ټولنې غړي یې داروپا دورځې پّه کلیزه کې خپل حضورته ومنل او له دوې سره یې په دغه لمانځنه کې ځان شریک کړ.

داروپا ټولنې غړو او سفیرانو په تیرو پنځو کلونو کې په بیلابیلو برخوکې دافغانستان دخلکو لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل او دیو پرمختللي، سوله یز ، قانونمند او ولسواک  افغانستان لپاره یې دخپلې همکارۍ ددوام ژمنې نوې کړې او دهغو ننګونو دله منځه وړولو په خاطر یې خپل چمتوالی څرګند کړ چې دافغانستان خلک لا تراوسه ورسره مخامخ دي. دوې څرګنده کړه چې داروپا ټولنه به تر هغه وخته پورې دافغانستان دخلکو ترڅنګ ولاړه وي ترڅو هغوې په خپل ځان متکي او په خپلو پښو ودریږي.

دوې یوځل بیا دافغانستان داسلامي دولت دسولې، دموکراسۍ، دبیان دآزادۍ، دعدالت دتامین او دقانون دحاکمیت له پروګرامونو څخه خپل ملاټړ څرګند او ژمنه یې وکړه چې دخپلو نورو مرستو او همکاریو ددوام ترڅنګ به دافغانستان دملي پولیسو په روزنه کې خپله پراخه ونډه ترسره کړي.

دوې همداراز دافغانستان او پاکستان ترمنځ دانقرې د اعلامیې هرکلی وکړ او هغه یې ددواړو هېوادونو افغانستان اوپاکستان ترمنځ دهمکارۍ دهمغږۍ او په سیمه کې دسولې او ثبات په تامین کې مهمه وبلله.

داروپا تولنې استازو همداراز په دغه کتنه کې دترهګرۍ پرخلاف دپوځي عملیاتو په ترڅ کې دملکي خلکو دسردزیان په مخنیوی او دافغان او ناټو ځواکونو ترمنځ دبشپړې همغږۍ په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.

حامد کرزي داروپا تولنې له استازو او سفیرانو سره دلیدو له امله خوښي څرګنده کړه او د دا ډول غونډو جوړول یې دچارو په همغږۍ کې ګټور وبلل.

ولسمشر وویل: د ترهګرۍ پرخلاف د پوځي عملیاتو په ترڅ کې دملکي خلکو له تلفاتو څخه مخنیوی یوه مهمه موضوع ده چې موږ دتیرو څو کلونو په ترڅ کې په پرله پسې ډول دایتلاف او ناټو ځواکونو له چارواکو سره په دې خبره ټینګار کړی دی چې نور باید دترهګرۍ پرخلاف دپوځي عملیاتو په جریان کې دملکي خلکو دسر دزیان درامنځته کولو او له افغان ځواکونو سره له همغږۍ پرته  دشپې لخوا په خپل سردخلکو دکورونو دتلاشۍ پیښې تکرار نه شي .

حامد کرزي وویل: موږ دناټو او ایتلاف دځواکونو له چارواکو سره دهغه میکانیزم په طرحې باندې کارکوو چې دترهګرۍ ضد عملیاتو په جریان کې دملکي خلکو دسر له زیان څخه مخنیوي وکړي.

ولسمشر، په هېواد کې دادارې سمون او اصلاح ته اشاره وکړه وې ویل: دافغانستان په ادارو کې په جدیت سره اصلاحات روان دي، دقانون حاکمیت او دبیان آزادي هغه موارد دي چې موږ یې تل پرتطبیق باندې ټینګار کړی اود دغه بهیر دلاښه تطبیق لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې روانې دي.

حامد کرزي، دپولیس په روزنه کې داروپا ټولنې چمتوالي ته هرکلی ووایه اودپولیسو په روزنه کې یې ددغې ټولنې ونډه ګټوره او ارزښتناکه وبلله.