دافغانسنتان داسلامي جمهوریت، ولسمشرحامدکرزي، تیره شپه دایران داسلامي جمهوریت له ولسمشر محمود احمدي نژاد سره دیوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې دبریتانیا دسمندري ځواکونو دپنځلسو تنو افسرانو دخوشی کیدو اودایران او بریتانیا ترمنځ په دې اړه دموجودې ستونزې دحل له امله خوښي څرګنده کړه.
ولسمشر، په دغو ټیلیفوني خبروکې له خپل ایراني سیال څخه مننه وکړه چې دافغانستان داسلامي جمهوریت دتماس په پام کې نیولو سره یې له معقولې اوسوله یزې لارې یې دبریتانیا دسمندري ځواکونو په سر ددواړو هېوادونو ترمنځ موجودې ستونزې ته دپای ټکی کیښود.
ولسمشر حامدکرزي همداراز د ایران ولسمشرښاغلي احمدي نژاد ته د هغه هېواد خلکوته دلا ښه خدمت په لاره کې دبریالیتوب هیله وکړه او په بیلابیلو برخوکې یې دافغانستان له خلکو اودولت سره دایران دخلکو له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه.
په مقابل کې دایران ولسمشردبریتانیا اوایران ترمنځ دموجودې ستونزې په آوارولوکې دافغانستان درغنده نظر او رول له امله مننه وکړه او افغانانو ته یې دنیکمرغه راتلونکي دغوښتنې په ترڅ کې له افغانستان سره دخپل هېواد دمرستو او همکاریو ددوام ډاډ ورکړ.
همداراز په دغو خبروکې ددواړو هېوادونو ترمنځ ددوستانه اړیکو په لا پراختیا باندې هم ټینګار وشو.#