جمهوررئیس دفراه له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل- د۱۳۸۷ لمریز کال دثور ۱۸ مه

 

 دفراه ولایت یو شمېر عالمانو، مشرانو او مخورودافغانستان داسلامي جمهوریت  له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې دامنیت، پوهنې، عامې روغتیا، بریښنا، سرکونو او داوبو دبندونو په اړه خپلې سیمه یزې ستونزې بیان کړې.

په هغه کتنه کې چې نن غرمه دجمهوري ریاست په مقر کې ترسره شوه، څارنوال عبدالصمد صدیقي او حاجي محمد زرین دنورو په استازیتوب خبرې وکړې، دافغانستان داسلامي دولت له وګړنیزو پروګرانومو څخه دملاتړ په ترڅ کې یې دهغو پروګرامونو له تطبیق څخه خوښي څرګنده کړه چې دافغانستان دولت ددوې په غوښتنه دفراه په ولایت کې دخپلو امکاناتو په چوکاټ کې ترسره کړي دي.

دوې هغه ستونزې چې دفراه په ولایت کې خلک ورسره مخامخ دي په مفصله توګه جمهوررئیس ته بیان او دامنیت دپراختیا، د بخش آباد دبند دکار دچټکتیا، دبریښنا دبهیر دتمدید، دپوهنې دحالت دښه والي، ولایتي او کادري روغتون ته دفراه داوسني روغتنون دلوړوالي، دفراه دمرکز او ولسوالیو ترمنځ دسرکونو دقیرکولو، د۷۸ میل دسرک دکار دبشپړولو، دښوونکو په ښار ګوټي باندې دکار دپیل کولو او ددغه ولایت دهوایي ډګر دفعالولو غوښتنه وکړه.

دغونډې ویناوالو دفراه ولایت دچرګانو دروزلو موجودو فارمونو اوکرنیزو محصولاتو ته اشاره وکړه وې ویل: همدا اوس په دغه ولایت کې داوه سوه په شاوخوا کې دچرګانو دروزلو فارمونه موجود او  همداراز ددغه ولایت ځمکه وال دغنمو، هندوانو، انګورو او بادرنګو په کرلو بوخت دی چې محصولات یې دهېواد ګڼو ولایتونو ته صادریږي، کچیرې دولت دکرنې او مالدارۍ په برخه کې دغه ولایت ته  پاملرنه وکړي دغه محصولات به څوبرابره زیات او دغنمو له درکه به په ځان متکي شو.

دهېواد جمهوررئیس دفراه ولایت له عالمانو، مشرانو او مخورو سره دلیدو له امله خوښي څرګنده، دهغوې ستونزې او غوښتنې یې وڅیړلې وې ویل: په فراه کې دچرګانو دروزلو دفارمونو دجوړولو نوښت او دکرنیزو محصولاتو دکرلو پراختیا او صادرات مهم ګام دی چې ددغه ولایت خلکو داقتصادي ودې په لاره کې پورته کړی دی.

حامد کرزي په ټولنه کې دامنیت ټینګښت ته اشاره وکړه وې ویل: له امنیت پرته  د ښه ژوند کول، آبادي او پرمختګ ناشونی کار دی. دتاریخ په اوږدو کې ددې خاورې امنیت  دولسونو په مټ ساتل شوی، نن هم باید ولس او دولت دواړه له یو بل سره په همکارۍ کې دغه ستره هېوادنۍ چاره سرته ورسوي.

جمهوررئیس دفراه له خلکو وغوښتل چې خپل ځوانان دهېواد دډاډمنې دفاع لپاره دملي اردو او ملي پولیسو لیکو ته ور وپیژني.

حامد کرزي دفراه په  ولایت کې تر لاس لاندې دعمراني پروژو په اړه وویل: ځینې پروژې سروې شوي، په ځینو کار روان دی او یو شمېر دغه پروژې اوږد مهال ته اړتیا لري چې په بشپړیدو سره به یې ددغه ولایت دخلکو ستونزې لرې شي.

جمهوررئیس زیاته کړه: په تیرو څو کلونو کې دپوهنې، سرک جوړولو او روغتیا په برخو کې دکتنې وړ پرمختګونه شوي دي خو دبریښنا په برخه کې مو ګڼې ستونزې په مخ کې پرتې دي ددغو او نورو ستونزو دحل لپاره مو دپاریس په کنفرانس کې چې له افغانستان سره دنورو مرستو دورکولو لپاره په فرانسه کې جوړیږي دیو پنځوس میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې چې له هغو څخه به له لسو څخه تر پنځلسو میلیاردو ډالرو پورې دبریښنا په برخه کې ولګیږي.

دغونډې په پای کې، جمهوررئیس دفراه ولایت دخلکو دستونزو داوارولو په موخه اړوندو وزیرانو او دوزارتونو معینانو ته چې په غونډه کې حاضروو لارښوونه وکړه چې دخپلو کاري پروګرامونو په پام کې نیولو سره دې ددغه ولایت دخلکو د موجودو ستونزو په اوارولو کې اقدام وکړي.