افغانستان، نن دنړیوالې ټولنې په لومړیتوب اوله ډیر قوي ملاتړ څخه برخوردار دی چې دا ډول ملاتړ به په شلمه او یوشتمه پیړۍ کې هیڅ هېواد نه وي لرلی .
دغه ټکی دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي،نن په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې څرګند کړ چې دجمهوري ریاست په مقر کې جوړ شوی وو.
حامد کرزي دناټو دغړو هېوادونو دمشرانو په غونډه کې دافغاني پلاوي دګډون او دافغانستان په اړه ددغه سازمان دنوې ستراتیژۍ چې دافغانستان له دولت سره په سلا مشوره کې جوړه شوې، رڼا واچوله وې ویل: په غونډه کې دافغانستان هغه وړاندیزونه او غوښتنې چې ددغه هېواد امنیتي ځواکونه ددې وړتیا لري چې په یوازیتوب سره دکابل د ښار امنیت ټینګ او بیا وروسته په تدریجي ډول دغه بهیر دهېواد ولایتونو ته هم وغزوي، تائید او ومنل شوې.
جمهوررئیس زیاته کړه: دناټو دمشرانو په غونډه کې موږ په سیاسي بهیر اوله تروریزم سره دمبارزې دپیاوړتیا او همغږۍ، دافغانستان په اړه دنړیوالې ټولنې لخوا دهمکاریو په هماهنګۍ اودتروریزم پرخلاف دپوځي عملیاتو په جریان کې دملکی خلکو دسردزیانونو په مخنیوي باندې ټینګار وکړ چې له نیکه مرغه دغونډې برخوالو په یوه غږ په بیلابیلو برخو کې دافغانستان په پیاوړتیا او دافغانستان دګاونډیو هېوادونواودنړیوالې ټولنې لخوا دتروریزم په وړاندې دمبارزې په پراختیا او همغږۍ باندې ټینګار او هوکړه وکړه چې دهغوې دغه ملاتړ دپخوا په پرتله ډېرڅرګند او په واقعیتونو ولاړ وو.
حامد کرزي زیاته کړه: دناټو دغړو هېوادونو په سرمشریزه کې دافغانستان په اړه ددغه سازمان په نوې ستراتیژۍ کې دافغانستان له خلکو او منتخب دولت سره ددوامداره امنیت او ثبات دتینګښت، دسوکالۍ درامنځته کولو، په بیلابیلو برخو کې دمرستو ددوام، دترهګرۍ پرخلاف دپوځي عملیاتو په جریان کې دملکي خلکو دځاني زیانونو دمخنیوي او تردوه زره لسم میلادي کال پورې اتیازرو تنو ته دهېواد دملي اردو دسرتیرو دشمېر دلوړولو او ددغې اردو دروزنې او سمبالښت ژمنې شاملې دي.
ده، وویل: افغانستان نن دنړیوالې ټولنې په لومړیتوب اوله ډیر قوي ملاتړڅخه برخوردار دی چې دا ډول ملاتړ به په شلمه او یوشتمه پیړۍ کې هیڅ هېواد نه وي لرلی، خو اوس پرافغانانو ده چې له دغه ملاتړڅخه دهېواد په پرمختګ کې ګټوره استفاده وکړي.
جمهوررئیس له طالبانو سره دخبرو اترو په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل: دناټو په سرمشریزه کې زما دوینا په یوه برخه کې دافغانستان سیاسي پیغام دا وو چې هغه طالبان چې دالقاعدې غړي نه دي او دبیلابیلو عواملو له امله یې هېواد پریښی دی، باید هېواد ته راستانه او داساسي قانون په رڼا کې خپل سوله یز ژوند ته دوام ورکړي.
حامد کرزي وویل: له داډول طالبانو سره له وړاندې خبرې شوې او دا لړۍ به دوام ومومي او په همدې موخه دهېواد دروحاني شخصیت حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ دسولې دټینګښت کمیسیون جوړ شوی چې له دې لارې هېواد ته د طالبانو دراتګ او دسوله یز ژوند دغوره کولو زمینه برابره کړي.
جمهوررئیس دیوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل : موږ باید دبهرنیو مرستو له نه رارسیدلو څخه شکایت ونکړو، افغانستان باید ورو ورو په خپل ځان متکي شي او د خپل زیار او خولو تویولو له لارې خپله خاوره آباده کړو.
جمهوررئیس وویل چې موږ یو مهال ترذ هني اسارت لاندې وو چې څوک له موږ سره مرسته کوي او څوک له موږ سره په هغه لاره کې چې په مخ کې یې لرو ملګرتیا کوي، اوس باید له نورو څخه مننه وکړو چې له موږ سره مرسته کوي، مګر په عین حال کې باید په خپل ځان باندې داتکا او دپردیو داسارت دله منځه وړلو په فکر کې واوسو.
حامد کرزي همداراز دیوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل: زموږ جمهوررئیس نور نه ټاکي، بلکې دافغانستان جمهوررئیس دخلکو په آزادو رایو ټاکل کیږي.
جمهوررئیس وویل: داساسي قانون له تصویب وروسته باید موږ دهغو اساساتو پابند واوسو چې په اساسي قانون کې ځای کړای شوي دي.
حامد کرزي وویل: ما دجمهوري ریاست دانتخاباتو دځنډولو وړاندیز ردکړ ترڅو له اساسي قانون څخه سر غړونه ونه شي ،که څه هم په اقتصادي لحاظ ددوو انتخاباتو په یوځای ترسره کیدل دافغانستان دخلکو په ګټه وو، خو دا تصمیم یوازې ددې لپاره ونیول شو چې موږ داسې اساس کې نه ږدو چې په راتلونکي کې جمهور رئیس له انتخاباتو پرته له کومې بلې لارې وټاکل شي.