جمهوررئیس دسارک سازمان له غونډې څخه له راستنیدو وروسته په خبري غونډه کې ګډون وکړ-د1386 کال دحمل 17

 

دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی چې ددوشنبې په ورځ دیو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ  دسارک دغړو هېوادونو دمشرانو په څوارلسمه غونډه کې دګډون لپاره دهند هېواد پلازمېنې نوي ډهلي ته تللی وو، هېوادته له راستنیدو وروسته یې، نن په یوه خبري غونډه کې ګډون وکړ .

ولسمشر، لومړی دهغه تروریستي برید عاملین په کلکه وغندل چې نن سهاریې له امله دکابل ښار دحجاري اونجاري فابریکې ته څیرمه دپولیسو دیوتن افسر په شمول زموږ پنځه تنه ملکي او بې ګناه هېوادوال شهیدان او څلورنور ټپیان شول.

حامد کرزي دهېواد ددښمنانو په لاس دافغانستان دملکي او بې ګناه خلکو دوژلو او ټپي کیدو له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه وې ویل: دبې ګناه او بې دفاع خلکو په وړاندې  دافغانستان دخلکو ددښمنانو لخوا دتروریستي بریدونو ترسره کول دټولو اسلامي اوانساني اصولو خلاف کاردی چې ددې خاورې دښمنانو نن بیا زموږ دهغو بې وزلو خلکو دوینې په تویولو سره چې دیوې مړۍ حلالۍ روزۍ دپیداکولو لپاره په خپلو ورځنیو کارونو بوخت و، یوځل بیا خپل غیر انساني او غیر اخلاقی ماهیت څرګند کړ.

ولسمشر وویل: هغوې باید په دې پوه شي چې دخپلو دغو نفرت لرونکو عملونو په ترسره کولو سره نه شي کولی په افغانستان کې دسولې او پرمختګ خنډ شي.

حامد کرزي ددغه تروریستي برید دقربانیانو کورنیوته دخپلې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب څرګند او ټپیانو ته یې دلوی خدای له درباره دسملاسي روغتیا هیله وکړه.

ولسمشر حامد کرزي، وروسته دسهیلي آسیا دغړو هېوادونو دمشرانود غونډې دموخو او پایلو په اړه کورنیو اوبهرنیو ژورنالستانو ته معلومات ورکړل، وویل: دسارک دغړو هېوادونو دمشرانو په څوارلسمه غونډه کې چې دسې شنبې په ورځ دهند جمهوریت په پلازمېنه نوي ډهلي کې جوړه شوې وه، په دغه غونډه کې افغانستان په رسمي توګه ددغه سازمان داتم غړي په توګه ومنل شو.

ولسمشر وویل: افغانستان به په دغه سازمان کې دغړیتوب له لارې په اقتصادي، سیاسي، ښوونیزو او فرهنګي برخوکې ښې ګټې ترلاسه کړي.

 ده زیاته کړه: دغونډې موخې دسهیلې آسیا داقتصادي همکاریو په سازمان یا سارک کې داتم غړي په توګه دافغانستان دغړیتوب منل، دتروریزم په وړاندې مبارزه ، په سیمه کې داقتصادي ودې، دترانزیتي لارو دخلاصون، دانرژۍ او داقتصادي همکارۍ په براختیا باندې خبرې اترې وې.

ده زیاته کړه په غونډه کې دسارک سازمان دغړو هېوادونو لپاره دیو پوهنتون اوله اضطراري حالاتو سره دمقابلې په موخه دخوراکي توکو دیوه بانک په جوړیدو هم موافقه وشوه.

حامد کرزي وویل: افغانستان چې دآسیا دمرکزي هېواد په توګه دیو ارتباط لرونکي پله حیثیت لري، په  سارک کې یې په خپل غړیتوب سره د دغه سازمان کړۍ بشپړه کړه چې ددغه سازمان په بډاینه، دغړو هېوادونوپه نیږدی والی او دسیمې په اقتصادي وده کې به مهم رول ولوبوي.

ولسمشر حامد کرزي، د هغې متحدې جبهې دجوړیدو په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې چې دولسي جرګې غړی پروفیسور برهان الدین رباني یې ریاست په غاړه لري وویل: دافغانستان داساسي قانو په رڼا کې دافغانستان هر وګړی د دې حق لري چې ګوند او یا جبهه جوړه کړي او دا د په ډموکراسۍ ولاړو نظامونو خاصه ده چې دخپل هېواد داتباعو د دغه حق درناوی وکړي.

ولسشمر کرزي وویل: ددغې جبهې په کړنلاره کې ځینې داسې مادې هم شته چې دافغانستان له اوسنیو شرایطو سره نه یوازې اړخ نه لګوي بلکې په زیان یې هم تمامیدې شي، چې موږ ورسره مخالف یو. ده دغه مادې دپارلماني او فدرالي نظام خواته دافغانستان دبیولو په خاطر ددغې جبهې موخې وبللې. ( دجمهورریس دخبروکلیپ)

حامدکرزي وویل: افغانستان لا تراوسه په خپلو پښو ولاړه ملي اردو ، ملي پولیس او سمبال ملي مرکزونه نه لري چې ددې ډول نظامونو دپلي کولو وړتیا ولري او له بله پلو تیرودورواو حکومتونو ته په کتنې سره چې ښې پایلې یې نه لرلې او دهېواد بیلابیل ولایتونه دګاونډیو هېوادونو په لمسون د بیلابیلو ډلو ترمنځ ویشل شوي واو دقدرت په سر پکې په جګړو اخته وې.

 ولسشمر وویل: افغانستان لابراتوار نه دی چې هره ورځ پکې نوې نوې تجربې ترسره شي، دافغانستان ریاستي نظام ددې هېواد منتخبو استازو ددې خاورې دعینې شرایطو په پام کې نیولوسره په لویه جرګه کې تصویب کړ چې اوس دهېواد داساسي قانون په رڼا کې دتطبیق وړ دی.

حامد کرزي وویل: که چیرې په افغانستان کې بیا پارلماني او فدرالي نظامونه رامنځته شي دافغانستان یو شمېرګاونډیو هېوادونو ته به بیا دبیلا بیلو ډلو دملاتړ او لاس وهنې زمینه برابره او خدای مه کړه داهېواد به بیا دبی اتفاقۍ او جګړې په ډګر بدل شي .( دجمهورریس دخبرو کلیپ)

ولسمشر دیوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ګویا متحده جبهه غواړي د ډیورندکرښه دافغانستان او پاکستان ترمنځ درسمي پولې په توګه ومني اوددغې جبهې په جوړیدو کې دبهرنیو هېوادونو لاس و، وویل: زموږ دکشفي ارګانونو داطلاعاتو له مخې په دې کې دځینو هېوادونو دسفارتونو لاس و، دافغانستان کشفي ادارې په دې اړه دنورو پراخو معلوماتو په راټولولو بوختې دي، کله چې معلومات بشپړ شي په دې اړه به دولت خپل غبرګون وښي.#