
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله دولسمشرۍ په ماڼۍ کې پرځای شول، دچارو دادارې لوی رئیس فاروق وردګ دهرات ولایت دسلما بند د قوماندان شهید دریم څارن عبدالحمید دحبیب الله خان زوی او دنیمروز ولایت دسرحدی قطعې د سرتیري شهید نعیم دامیر محمد خان زوی کورنیو ته دغازي وزیر محمد اکبرخان د دولتي مډالونو دورکړې په اړه دهېواد دولسمشر فرمانونه ولوستل، وې ویل: میړني شهید دریم څارن عبدالحمید دحبیب الله خان زوی د۱۳۸۶ کال دغوایی دمیاشتې په څلورمه دهرات ولایت دګذرې په ولسوالۍ کې دهېواد دسولې او امنیت ددښمنانو په وړاندې دهېواد دپت او عزت دخوندیتوب په لاره کې په بې سارې میړانې او زړورتوب وجنګید، دښمن ته یې دتسلیم سر ټیټ نکړ او دشهادت لوړ مقام یې ترلاسه کړ او دنیمروز ولایت دکنګ ولسوالۍ دکورکي کلي دچوڼۍ، دسرحدي قطعې سرتیري اتل شهید نعیم دامیر محمد خان زوی د۱۳۸۵ کال دکب دمیاشتې په اولسمه دګاونډي هېواد ایران له هغو وسله والو سره چې زموږ خاورې ته په غیر قانوني توګه راوښتي وو، په تش لاس وجنګید او تیري کوونکو ته یې دځان په قربانولو سره دعبرت درس ورکړ.
ددغو شهیدانو دمیړانې او ځان تیریدنې په ویاړ، دافغانستان داساسي قانون د۶۴ مادې د۱۹ فقرې له حکم سره سم دنوموړو کورنیو ته دیادګار په توګه دهېواد دنومیالي اتل، غازي وزیر محمد اکبرخان د دولتي مډالونو، ورکړه منظورشوې ده.
په دغو فرمانونوکې ولسمشرد لوی خدای(ج) له دربار څخه دغو زړورو شهیدانوته دفردوس جنت او کورنیو ته یې دجمیل صبر هیله کړې ده.
ولسمشر، په دغو مراسمو کې دشهید عبدالحمید او شهید نعیم ورثوو ته دخواخوږۍ او ډاډګیرنۍ دمراتبو د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل: دغو شهیدانو زموږ دخاورې ددښمنانو د بریدونو دمخنیوي، دسرحدی پولو اود افغانستان دبیارغاونې دبهیر دامنیت دساتنې او دهېواد دعزت لپاره خپل ځانونه قربان کړل چې دافغانستان خلک په هغوې ویاړي او درناوی کوي.
دشهید عبدالحمید او شهید نعیم ورثوو دهېواد دولسمشر دخواخوږۍ اوډاډګیرنې له امله خوښي څرګنده کړه، ډاډ یې ورکړ چې دخپلې خاورې دساتنې په لاره کې په سر اومال خدمت ته چمتودي او دافغانستان دخلکو ددښمنانو دځپلو په لاره کې به یوشیبه هم ونه سپموي.