ولسمشر، دخاک جبار ولسوالۍ له عالمانو او مشرانو سره وکتل - د۱۳۸۶ لمریز کال ددلوې ۱۶ مه

 

د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو دافغانستان داسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې په دغه ولسوالۍ کې دټولنیزو اساسي خدمتونو دترسره کولو غوښتنه وکړه.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه دجمهوري ریاست په ارګ کې ترسره شوه، لومړی په ولسي جرګه کې دخاک جبار ولسوالۍ دخلکو استازې میرمن شینکۍ کړوخیل او یو تن مخور حاجي محمد نذیر دنورو په استازیتوب خبرې وکړې، په خاک جبار کې یې له دولتي چارواکو سره دسیمې دخلکو دهمکارۍ، دډاډمن ثبات دټینګښت او دکوکنارو دنه کرلو ډاډ ورکړ.

دوې همداراز دسړکونو، عامې روغتیا، بریښنا او ترانسپورت په برخو کې خپلې سیمه یزې ستونزې جمهوررئیس ته بیان او ددغې ولسوالۍ دجغرافیایی موقعیت او دکابل له ښار څخه دهغې د۴۵ کیلو مترو واټن په پام کې نیولو سره، په دغه ولسوالۍ کې دیو سمبال روغتون، داوبو دبندونو، دکابل ـ خاک جبار دسړک داساسي جوړولو او دبریښنا دبهیر دتمدید غوښتنه وکړه.

دهېواد ولسمشر، دکابل ولایت دخاک جبار ولسوالۍ له مشرانو او مخورو سره دلیدو له امله خوښي څرګنده، ددوې ستونزې او غوښتنې یې وڅیړلې، وې ویل: دافغانستان حکومت هڅه کوي چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې په بیلابیلو برخو کې خپلو خلکو ته له ممکنو لارو چارو دژوندانه آسانتیاوې برابرې او هغوې ته په ښه وجه، ټولنیز خدمتونه تر سره کړي.

 خو ددغو خدمتونو او آسانتیاو رامنځته کول، لنډ مهالو او اوږد مهالو پروژو ته اړتیا لري، چې ستاسې یو شمېر ستونزې او غوښتنې به په لنډ او یو شمېر په اوږد مهال کې حل شي.

حامد کرزي وویل: داوبو دبندونو په اړه، داوبو او انرژۍ وزارت پلان تر لاس لاندې لري چې  په خاک جبار کې داوبو څلور بندونه جوړ او دبریښنا ستونزه مو حل کړي.

دکابل ـ خاک جبار سړک به دکلیو دپراختیا وزارت په اساسي توګه جوړکړي اونورې موجودې ستونزې به اړونده وزارتونه وڅیړي او دحل لپاره به یې لازمې کړنې تر سره کړي.

په دغه کتنه کې، دهېواد ولسمشر دخاک جبار ولسوالۍ په خلکو ټینګار وکړ،که غواړیء دپردیو له احتیاج خلاص، آرام، هوسا او ښه ژوند ولریء نو په خپلو نوڼو او زامنو درس ووایې ترڅو هغوې ددې هېواد دپرمختګ او آبادۍ لپاره په بیلابیلو برخو کې متخصصین وروزل شي اودا هېواد په خپلو پښو ودروي.

دغونډې په پای کې دترانسپورت وزیرنعمت الله احسان جاوید، ددغې ولسوالۍ دخلکو دترانسپورتي ستونزو دحل په موخه، دڅو عرادو ملي بس موټرو دورکړې ژمنه وکړه.

ورپسې دعامې روغتیا وزارت معینې نادرې حیات برهاني په دغه ولسوالۍ کې دترسره شویو او ترلاس لاندې روغتیایي خدمتونو دڅرنګوالي په اړوند څرګندونې وکړې او ژمنه یې وکړه چې دخاک جبار ولسوالۍ مرکزي کلینیک به سمبال او څو نور فرعي روغتیایي مرکزونه به جوړ کړي.

په دغه غونډه کې داوبو او انرژۍ او دکانونو وزیرانو، دکلیو دپراختیا، کرهڼې او دنیشه یي توکو پرخلاف دمبارزې وزارت معینانو هم ګډون کړی وو.