دشیخ علي، ترکمن درې او ددایکندي ولایت دګیزاب ولسوالۍ مشرانو له ولسمشر سره وکتل . د1386 لمریز کال دجدِ 16 مه
 

16Jadi86_Daykondy_L.jpgدپروان ولایت د شیخ علي، ترکمن درې او ددایکندي ولایت دګیزاب ولسوالۍ او دنومیش دسیمې یو شمېر مشرانو او مخورو خپلې سیمه یزې ستونزې دافغانستان داسلامي جمهوریت له ولسمشر سره په کتنه کې بیان کړې.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه دولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه، په ولسي جرګه کې دخلکو استازي حاجي محمد محقق، سناتورې میرمن پارسا، محمد اقبال تیموري او غلام حسین ابراهیمي دنورو په استازیتوب خبرې وکړې، دپوهنې، عامې روغتیا او سړک په برخو کې یې خپلې سیمه یزې ستونزې ولسمشر ته بیان او دپروان ولایت دسرخ پارسا او لولنج ولسوالۍ څخه د ترکمن ددرې دزیات واټن له امله یې په دغه دره کې دولسوالۍ په کچه دیو اداري واحد او دیو روغتون دجوړیدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر، دپروان ولایت دشیخ علي، ترکمن درې او ددایکندي ولایت دګیزاب ولسوالۍ او دنومیش دسیمې دخلکو ستونزې او غوښتنې وڅیړلې، دفواید عامې، عامې روغتیا وزیرانو، دکورنیو چارو او دپوهنې وزارت معینانو او دسیمه یزو ارګانونو دادارې رئیس ته چې په غونډه کې حاضر وو، لارښوونه وکړه چې دخپلو کاري لوریو په پام کې نیولو سره دې دموجود ستونزود لرې کولو په لاره کې لازمې کړنې تر سره کړي.