دافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزي، نن غرمه دجاپان دبهرنیو چارو له وزیر ښاغلي مسیکو کومرا سره دګلخانې په ماڼۍ کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا، دافغانستان لپاره دجاپان دمرستو ددوام او دسیمې دحالاتو په اړه خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه.
ښاغلي مسیکوکومرا دجاپان دحکومت اوخلکو نیکې هیلې اوښیې پیرزوینې دافغانستان جمهوررئیس ته څرګندې او خوښي وکړه چې دافغانستان ښکلي او تاریخي هېواد ته یې سفر کړی دی.
ده په افغانستان کې شوي پرمختګونه وستایل او دافغانستان دخلکو لپاره یې دنیکمرغې راتلونکې هیله وکړه.
دجاپان دبهرنیو چارو وزیر په دغه کتنه کې څرګنده کړه چې دجاپان حکومت اعلان کړی دی چې دافغانستان لپاره دپاریس په جوړیدونکي کنفرانس کې به دکتنې وړ نوي منابع دافغانستان دبیارغاونې په موخه ددغه هېواد ددولت په واک کې ورکړي.
جمهوررئیس حامد کرزي دجاپان دحکومت او خلکو له دوامدار ملاتړ څخه مننه وکړه وې ویل: جاپان تل دافغانستان دخلکو ترڅنګ ولاړو او دافغانستان په بیا رغاونه کې یې جوړونکی رول لوبولی دی، دافغانستان دولت دجاپان دغو مرستو ته دقدر په سترګه ګوري او ددوام هیله یې کوي.
په دغه کتنه کې دبهرنیو چارو وزیر داکتر رنګین دادفر سپنتا، دملي امنیت سلاکار زلمي رسول او په نړیوالو چاروکې دجمهوررئیس سلا کار وزیر تاج ایوبي هم ګډون کړی وو.