د حامد کرزی په مشری دجهادی مشرانو غونډه جوړه شوه . د۱۳۸۶ کال دمیزان ۱۵ مه
 
15mezan86_Rahbaran_L.jpgله جهادی مشرانو او ملي شخصیتونو سره دهېواد دملي مسلو په اړه دمشورتي غونډو په دوام  نن هم دافغانستان داسلامي جمهوریت، دولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ولسمشر دمرستیالانو، دهېواد دجهادي مشرانو او دولسي جرګې دځینو غړوپه ګډون مشورتي غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه چې نن له غرمې مخکې دولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوه دجمهوررئیس لومړي او دوهم مرستیال، دهېواد جهادي مشر او دمشرانو جرګې رئیس پروفیسور حضرت صبغت الله مجددي، پروفیسور استاد برهان الدین رباني، پروفیسور استاد عبدالرب رسول سیاف،  قاضي القضات او دسترې محکمې رئیس پوهاند عبدالسلام عظیمي، لوی څارنوال عبدالجبار ثابت، دولسي جرګې لومړي مرستیال عارف خان نورزي، دولسي جرګې غړي استاد حاجي محمد محقق، دولسي جرګې غړي خالد فاروقي، دحج او اوقافو وزیر پوهاند نعمت الله شهراني، دبهرنیو چارو پخواني وزیر داکتر عبدالله، دچارو دادارې لوی رئیس او په پارلماني چارو ددولت وزیر فاروق وردګ، او دکابل والي حاجي دین محمد ګډون کړی و.

په دغه مشورتي غونډه کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دامن دګډې جرګه ګۍ دافغاني لوریو دغړو دمعرفي او پاکستان ته داستولو، دامن دګډې جرګې دکمیسیونونو او دولت دمسوولیتونو دهراړخیزې مطالعې، له طالبانو سره دخبرو اترو او دجمهوري ریاست او پارلماني ټولټاکنو په اړه په مفصله توګه خبرې اترې وشوې.

دغوندې ټولو برخه والو له هغو طالبانو سره ددولت دخبرو اترو اوروغې جوړې ملاتړ وکړ چې له جګړې څخه لاس اخلي او دسولې او امن په ټینګښت او دهېواد په آبادۍ کې برخه اخلي. په غونډه کې ټینګار وشو هغوې چې دافغانستان دخلکو نه پخلا کیدونکي او قسم خوړلي دښمنان دي له هغوې سره دې له پوځي لارې مبارزه وشي.

همداراز په دغه غونډه کې وپتیل شوه چې دلوژستیکي او مالي لګښتونو په پام کې نیولو سره دې داسې غوره لارې چارې ولټول شي چې دولسمشرۍ او پارلماني ټولټاکنې په یوه وخت کې ترسره شي چې هم دډیرو لګښتنونو مخه ونیول شي او هم دغه کار دهېواد له اساسي قانون سره  په تضاد کې واقع نه شي.

دولسي جرګې مرستیال ښاغلي عارف خان نورزي هم غونډې ته رپوټ وړاندې کړ، وې ویل چې په دې اړه په ولسي جرګه کې هم بحث پیل شوی او هیله کیږي چې دراتلونکو مشورتي غونډو په ترڅ کې به په دې اړه یوه ملي پریکړه وشي.