
دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشر حامد کرزي، دامریکا دمتحده ایالاتو داردو له لوی درستیز ښاغلي ادمیرال مایکل مولن سره چې نوی په دغه دنده ګمارل شوی دپیژندګلوۍ کتنه وکړه.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې دولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه، دواړو لوروله ترهګرۍ سره دمبارزې، دسیمې اودافغانستان دامنیتي حالاتو اوله افغانستان سره دپوځي همکاریو ددوام په اړه خبرې اترې وکړې.
دامریکا دمتحده ایالاتو لوی درستیز دافغانستان دملي اردو دسمبالښت او په ځانګړې توګه دهوایی ځواکونو دپیاوړتیا په خاطر دخپل هېواد دمرستو او په نورو برخو کې د پوځي همکاریو ددوام ډاډ ورکړ .
په دغه کتنه کې دملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او دملي امنیت سلاکار ډاکتر زلمي رسول هم ګډون کړی و.