جمهوررئیس دسیمه یز امن دجرګې له رئیس او غړو سره وکتل - د۱۳۸۵ لمریز کال دلیندۍ ۱۴ مه

 

دافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزي، نن ماښام دسیمه یز امن اورفاه دجرګې دکمیسیون له رئیس پیر سید احمد ګیلاني اود دغه کمیسیون له غړو سره دګلخانې په ماڼۍ کې وکتل.

 په دغه کتنه کې دسیمه یز امن دجرګې دکمیسیون رئیس پیرسید احمد ګیلاني او ددغه کمیسیون یوشمېرغړودافغانستان اوپآکستان ترمنځ دسیمه یزامن اورفاه دجرګو دجوړولو په اړه ددغه کمیسیون لخوا دترسره شویوکارونو او دلازمو ترتیباتو دنیولو په اړوند خپل کاري رپوټ جمهور رئیس ته وړاندې کړ.

همدارازدسیمه یز امن دجرګې دکمیسیون رئیس اویوشمېرغړو په افغانستان او پاکستان کې دسیمه یزامن دجرګودجوړولو دغوره لارو چارو په باب خپل مشخص نظرونه او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس دسیمه یزامن دجرګې د کمیسیون د کاري پرمختګونو له امله خوښی څرګنده کړه او وې ویل چې امید دی، کمیسیون په همدې توګه خپلو کارونوته دوام ورکړی.