دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشر حامد کرزي دناټو او ایتلاف ځواکونو له استازو سره په کتنه کې روښانه کړه چې دترهګرۍ پرخلاف دپوځي عملیاتو په جریان کې دملکي خلکو دوژل کیدو په خاطر دافغانستان خلک نور خپل زغم له لاسه ورکوي.
 
په هغه ځانګړې ناسته کې چې نن له غرمې مخکې دولسمشر حامد کرزي په مشرۍ دولسمشرۍ په ماڼۍ کې دترهګرۍ پرخلاف دعملیاتو په جریان کې دملکي خلکو دوژل کیدو دمخنیوي په موخه دنړیوالو ځواکونو له استازو سره ترسره شوه، دهېواد ولسمشر دناټو او ایتلاف ځواکونو استازو ته وویل چې دملکي خلکو وژل کیدل او په خپل سر دکورونو تلاشي او پلټنه نوره زموږ لپاره دمنلو وړنه ده. ټول ملي او نړیوال ارګانونه باید له یو بل سره په همغږۍ کې کار وکړي او دملکي خلکو له وژل کیدو څخه دې مخنیوی وشي.

په دغه کتنه کې دترهګرۍ پرخلاف دعملیاتو په جریان کې دملکي خلکو له وژل کیدو څخه دمخنیوي لپاره دیو میکانیزم دجوړولو په طرحې ، دامنیتي ارګانون ترمنځ دګټورې او لازیاتې همغږۍ په رامنځته کولو او په خپل سر دکورونو له تلاشۍ څخه په مخنیوي باندې ټینګاروشو.

ولسمشر دملي دفاع وزیرته لارښوونه وکړه چې دناټو او ایتلاف له ځواکونو سره په ګډه دملکي خلکو دوژل کیدو دمخنیوي په خاطر دیو میکانیزم دجوړولو په طرحې باندې کار وکړي او دخپل کار له نتیجې څخه دې ولسمشر ته ډاډ ورکړي.

په دغه کتنه کې دجمهوري ریاست مرستیالانو، دملي دفاع، کونیو چارو وزیرانو، دملي امنیت په چارو کې دولسمشر سلاکار، دملي امنیت لوی ریس، دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو د سازمان عمومي سرمنشي ځانګړي استازي، دناټو سازمان ملکي استازي دان ایورتز، په افغانستان کې دناټو ځواکونو قوماندان جنرال مکنیل، دامریکا دمتحده ایالاتو سفیر او داروپا ټولنې استازي فرانسس ویندریل هم ګډون کړی و.