جمهوررئیس حامد کرزي، دولسې جرګې دامنیتي کمیسیون له رئیس او غړو سره وکتل. - د ۱۳۸۵ کال د لندۍ ۱۲ مه
دافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزي، نن له غرمې مخکې دولسې جرګې دامنیتي کمیسیون له رئیس او غړو سره دګلخانې په ماڼۍ کې وکتل.. په دغه کتنه کې دولسې جرګې دامنیتي کمیسیون غړو دهېواد دامنیتي حالت د ښه والي، دامنیت په اړه دخلکو دشکایتونو او دډیورند دکرښې دواړو غاړوته د سیمه یز امن دجرګو دجوړولو په اړوند خپل مشخص نظرونه او وړاندیزونه جمهوررئیس ته وړاندې کړل.. جمهوررئیس دولسې جرګې دامنیتي کمیسیون دغړو نظرونه او وړاندیزونه واوریدل، وې ویل: ستاسو دوړاندیزونو په رڼاکې به ددولت اړوندې ادارې لازم اجراات ترسره او موجودې نیمګړتیاوې به لرې کړي.