جمهوررئیس ددایمیرداد او بهسودو ولسوالۍ له خلکو سره وکتل  د۱۳۸۶ لمریز کال دحوت ۱۲مه

 

دمیدان وردګو ولایت ددایمیرداد او دبهسودو د ولسوالۍ یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو دافغانستان داسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې خپلې سیمه یزې ستونزې بیان کړې.

په هغه کتنه کې چې نن غرمه دجمهوري ریاست په مقر کې ترسره شوه، لومړی ښاغلي سناتور سلیمان یاري، واعظ زاده او تقدسي دنوروپه استازیتوب خبرې وکړې، دافغانستان داسلامي دولت له پروګرامونو څخه دملاتړ په ترڅ کې یې دپوهنې، عامې روغتیا او سرک په برخو کې خپلې سیمه یزې ستونزې او غوښتنې جمهوررئیس ته بیان او دمیدان وردګوـ بامیان په سرک باندې یې دکار دچټکتیا غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس دمیدان وردګو ولایت دخلکو له استازو سره دکتنې له امله خوښي څرګنده کړه، ددوې ستونزې او غوښتنې یې وارزولې، وې ویل: دافغانستان حکومت ددې هېواد دخدمتګار په توګه خپله دنده ګڼي چې په خپل ټول ځواک دخپلو خلکو دسوکالۍ، پرمختګ او دژوندانه دښه والي لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي او افغان ملت ته دژوندانه ښه شرایط برابر کړي.

حامد کرزي وویل:  دمیدان وردګو ـ بامیان سرک دافغانستان یوه مهمه ملي پروژه ده چې په بشپړیدوسره به یې دافغانستان ستونزمنې او غرنې سیمې سره یو ځای او له دې لارې به دهېواد اقتصاد هم پیاوړی شي.

 جمهوررئیس زیاته کړه: دغه مهمه پروژه دایټالیا هېواد په مرسته بشپړیږي چې دقیر اچوولو کار به یې په نژدې راتلونکې کې پیل شي.

حامد کرزي، دمیدان وردګو ولایت ددایمیرداد او بهسودو ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړ چې اړوند وزارتونه په خپلو کاري لوریو کې ستاسو په ولسوالیو کې یو شمېر اوږد مهالې او لنډ مهالې پروژې تر لاس لاندې لري چې په عملی کولو سره به یې ددغو ولسوالېو دخلکو په ژوند کې څرګند بدلون رامنځته شي.