په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې دجمهوري ریاست په مقر کې ترسره شوه، دغونډې څو تنو برخوالو دنورو په استازیتوب دپوهنې، عامې روغتیا، سړکونو او دامنیت په برخو کې خپلې سیمه یزې ستونزې جمهوررئیس ته بیان او په دغه ولایت کې یې دډاډمن امنیت دټینګښت په موخه دکمکي پولیسو دتشکیل دمنظورۍ، دکورنیو چارو وزارت له لارې دیو شمېر جهادي قوماندانانو دریفورم، داوبو دبندونو دجوړولو او دبادغیس دبیارغاونې دبهیردچټکتیا غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس دبادغیس ولایت دخلکو ستونزې او غوښتنې واوریدې وې ویل: په هېواد کې دامن په راوستلو کې له بلې هرې وسیلې څخه داولس رول او همکاري ډیره مهمه او ګټوره ده ځکه هرڅومره چې افغانستان پرمختګ کوي په هماغه اندازه زموږ دخاورې دښمنان ددې هېواد دآبادۍ په لاره کې خنډونه اچوي له دې امله دولت او ملت باید دخپل ګډ دښمن په وړاندې په کلکه ودریږي او دخپلې خاورې امنیت وساتي.
دهېواد جمهوررئیس دغونډې په پای کې دبادغیس دخلکو دیو شمېر ستونزو او غوښتنو دحل په اړه اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.