جمهوررئیس دبدخشان له یوشمېر مشرانو سره وکتل-د۱۳۸۵ کال ددلوې ۱۰

 

حامدکرزی با بزرگان بدخشان دیدار کرددافغانستان داسلامي جمهوریت،جمهو ررئیس حامدکرزي، نن غرمه دبدخشان ولایت دبیلابیلو ولسوالېو له یو شمېر مشرانو او مخورو سره دجمهوري ریاست په مقر کې وکتل.

په دغه کتنه کې مولوي محب الله، میراحمدشاه ‌ذیغم، په ولسي جرګه کې دبدخشان ولایت دخلکو استازو فضل عظیم زلمي مجددي اوسیدعبدالقدیر دنورو په استازیتوب خبرې وکړې،دهېواد دبیارغاونې انډولیز بهیر یې ګټور وارزاوه او دافغانستان داسلامي دولت دوګړنیزو پروګرامونو دتطبیق په لاره کې یې له اړوندو دولتي چارواکو سره دهمکارۍ ډاډ څرګند کړ.

دبدخشان دخلکو استازو، دپوهنې، عامې روغتیا، بریښنا او سړک په برخه کې خپلې سیمه یزې ستونزې جمهوررئیس ته وړاندې او په دې اړوندیې ددولتي چارواکو دپاملرنې غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس دبدخشان ولایت تاریخي ارزښت اولرغونتوب ته اشاره وکړه وې ویل: بدخشان دافغانستان، یو،له سترو او تاریخي ولایتونوڅخه دي چې دهغه لعل او قیمتي ډبرې دافغانستان او سیمې شاعرانو اولیکوالانو ستایلې او داولایت یې ددې هېواد دډیرلرغوني تمدن اوتاریخ جز بللی دی.

دولت، دافغانستان په کچه دخلکو دژوندانه دښه والي لپاره په بیلابیلو برخو کې په انډولیزه توګه اوږد مهاله رغنده پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي چې په تطبیق سره به یې دخلکو په ژوندانه کې مثبت بدلون رامنځته شي.

جمهوررئیس وویل: دبدخشان په ولایت کې دکوکچې دبند په شمول ځینې لوې او وړې ټولګټې پروژې ترلاس لاندې دي اودبدخشان او دچین هېواد ترمنځ دسړک دجوړیدو په اړه دچین هېواد له چارواکو سره خبرې شوې چې په بشپړیدو سره به یې بدخشان اوسیمې خلکو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

دکتنې په پای کې دهېواد جمهوررئیس دهغوې دیو شمېر سیمه یزو ستونزو دحل لپاره اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې