دکندز ولایت دخان آباد ولسوالۍ یو شمېر مشرانو او مخورو دافغانستان داسلامي جمهوریت، له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې په کندز او په ځانګړې توګه په دغه ولسوالۍ کې تر لاس لاندې د عمراني پروژو دچارو دچټکتیا غوښتنه وکړه.
په هغه کتنه کې چې نن غرمه دجمهوري ریاست په مقر کې ترسره شوه، په ولسي جرګه کې دکندز دخلکو استازي معین مرستیال،الحاج سالم بختیار اوڅو تنونورو خبرې وکړې، دکهنه قلعه داوبو او بریښنا دبند، دخان آباد- علي آباد دسرک، دآقتاش دسیند له پاسه دپله دجوړولو دکار دچټکتیا، په کندز کې دپوهنتون دجوړولو او په خان آباد کې دنفتو اوګازو داستخراج او دژورو څاه ګانو دکیندلو غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس دخان آباد ولسوالۍ له مشرانو او مخورو سره دلیدو له امله خوښي څرګنده کړه، دهغوې ستونزې او غوښتنې یې وڅیړلې، وې ویل: ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه پرځای دي، دافغانستان حکومت به ترلاس لاندې پروژو باندې کار چټک او د عملي کولو په لاره کې به یې ګړندي ګامونه پورته کړي.
حامد کرزي په دغه کتنه کې دهېواد او نړۍ په کچه دخوراکي توکو کمښت ته اشاره وکړه، وې ویل: په نړۍ کې د بیلابیلو دلیلونو له مخې دغنمو او وریجو کښت کم شوی دی نو اوس ددې وخت رارسیدلی چې دافغانستان خلک په بیلابیلو برخو کې کرنې ته پراختیا ورکړي ترڅو له یوې خوا دغلې له اړخه دهېواد اړتیاوې پوره او له بلې خوا غنم او وریجې دکوکنارو دکر ځای ونیسي.
جمهوررئیس وویل: د همدې موخې دترلاسه کولو پخاطر مو په دې وروستیو کې یو کمیسیون ګمارلی چې دهېواد په کچه دولتي ځمکې په بزګرانو وویشي ترڅو هغوې دغلو دانو په کرلو لاس پورې کړي، خپل او دخپل هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.