جمهور رییس حامد کرزی د امریکا د کانګرس له پلاوی سره وکتل - یکشنبه، د ۱۳۸۵ کال د لندۍ ۵ مه
 

جمهور رییس حامد کرزی د امریکا د کانګرس له پلاوی سره د کتنی پر مهالدافغانستان داسلامی جمهوریت، جمهور رئیس حامد کرزی، نن ماښام دامریکا دمتحده ایالاتو دکانګرس له پلاوي سره دجمهوری ریاست د ګلخانې په ماڼۍ کې وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو له افغانستان سره دامریکا دمتحده ایالاتو دهمکاریو ددوام، دسیمې دامنیتي حالت، له تروریزم سره دمبارزې اود ډیورند دکرښې دواړو غاړو ته دسیمه ایز امن دجرګو دجوړولو په اړه، بحث او خبرې اترې وکړې.

دامریکا دمتحده ایالاتو دکانګرس دپلاوي مشر ډاډ څرګند کړ، وې ویل: دامریکا خلک به دهغو دوستانه اړیکو په پام کې نیولو سره چې دافغانستان له خلکو سره یې لري،  په افغانستان کې دسولې او ټیکاو د لاټینګښت او پراختیا اود اقتصادي ودې لپاره په بیلا بیلو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 دکانگرس پلاوي، دافغانستان په پارلمان کې دښځو او دبیلا بیلو اقشاروِ دګډون له امله خوښي څرګنده کړه او دپارلمان رول یې دیو ولس واک نظام دستنو په ټینګښت کې مهم وباله.

ټینګار یې وکړ چې افغانستان، د امریکا په کانګرس کې ددواړو سترو ګوندونو له ملاتړ څخه برخورداره دی او امریکا دافغانستان دخلکو دنیکمرغه راتلونکي، دامن دپراختیا او داقتصادي ودې لپاره دخپلو همکاریو دوام ته ژمنه ده.

په دغه کتنه کې، جمهور رئیس حامد کرزي، دامریکا دکانګرس له پلاوي څخه دافغانستان له خلکوسره په بیلا بیلو برخوکې دهغه هېواد دخلکو اودولت  له مرستو او، همکاریو څخه مننه وکړه، وې ویل: دافغانستان دولت دادارې داصلاح او اداری فساد په وړاندې جدی مبارزه پیل کړې ده چې دسترې محکمې درئیس، غړو او لوی څارنوال مقررۍ په دغه مبارزه کې مهم رول لوبولی دی.

جمهور ریس زیاته کړه: افغانستان، له تروریزم سره په مبارزه کې زړور ګامونه اخیستي دي او له نړیوالې ټولنې او دسیمې له هېوادونو څخه ددغې پدیدې په وړاندې هم په ګډې او موثرې مبارزې ټینګار کوي، تر څو زموږ دټولو دګډې مبارزې په نتیجه کې، نړیوال،  دتروریزم له ګواښ څخه په خلاصه دامن په فضا کې ژوند وکړي.