دافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرري، نن له غرمې مخکې دماشومانو دحقونو دملاتړ داتحادیې، یو شمېر چارواکي، بې وزله او بې سرپرسته ماشومان دولسمشرۍ په ماڼۍ کې خپل حضورته ومنل.
په دغه کتنه کې، لومړی دآشیانې موسسې درئیس انجنیر محمد یوسف، لخوا دماشومانو دحقونو داتحادیې دترکیب، دیتیمو، بې وزلو او دسړک دسر دماشومانو په اړه چې په دغه اتحادیه کې تر روزنې لاندې نیول کیږي معلومات وړاندې کړل او دآشیانې دماشومانو په لاس دجمهور رئیس هغه رسم شوی تصویر چې یو ماشوم یې په غېږ کې نیولی،جلالتماب حامد کرزي ته دیادګار په توګه ورکړ.
جمهوررئیس، له دغو بې وزلو او بې سرپرسته ماشومانو څخه دهغوې دژوندانه او دښوونې او روزنې دحالت دڅرنګوالي په اړه پوښتنې وکړې.
بیا، په دغه کتنه کې حاضرو ماشومانو، ددغې اتحادیې دنورو ماشومانو په استازیتوب، جمهوررئیس ته دخپلو کورنیو بې روزګاره غړو ته دکار او سالمو بوختیاوو او پخپله ماشومانو ته دژوندانه دښو شرایطو او ښوونځي ته دتګ دزمینې دبرابرولو په اړوند، لیکلي پیغامونه ورکړل.
جمهوررئیس، دهغوې دستونزو له اوریدو او دلیکلو پیغامونو له لوستلو وروسته، له هغوې سره ژمنه وکړه چې دافغانستان دولت به له نړیوالو خیریه موسسو سره په همغږۍ کې ددوې دژوندانه او دښوونې اوروزنې دحالت دښه والی لپاره لازم اجراات تر سره کړي.
دیادونې وړ ده چې دماشومانو دحقونو دملاتړ اتحادیه چې دآشیانې، افغانستان فردا، له خطر سره دمخ ماشومانو، ((ټي. ډي. اچ)) او د((ي. ام. ډي.اچ)) له موسسو څخه جوړه شوې، دبې وزلو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره دحرفوي زده کړو، ښوونې اوروزنې، دهغوې دکورنیو بې روزګارو غړوته دکار او سالمو بوختیاوو دبرابرولو، دنیشه یې توکو او ماینونو دضررونو، دماشومانو او دهغوې دوالدینو دحقوقو په اړه د معلومات ورکولو دندې په غاړه لري، چې اوس مهال ټول ټال څوارلس زره تنه ماشومان په دغه اتحادیه کې تر روزنې او پالنې لاندې نیول شوي دي.