تاسو کولی شی له څو لارو له ولسمشر حامد کرزي سره اړیکه ټینګه کړی:
دبریښنالیک یا ایمیل له لارې: president@afghanistangov.org.
دلیک یا پستې له لارې:
ولسمشر حامد کرزی
دولسمشرۍ ماڼۍ
کابل، افغانستان
هغه کسان چې له هېواد څخه بهر ژوند کوي هم کولی شي دخپلې استوګنې په هېوادونو کې دافغانستان داسلامي جمهوریت دسفارتونو له لارې له ولسمشر حامد کرزي سره اړیکه ونیسي.په بهرنیو هېوادونو کې دافغانستان داسلامي جمهوریت دسفارتونو او قونسلګریو په اړه دمعلوماتو دترلاسه کولو پخاطر دلته کلیک وکړی.
دولسمشر دمصونیت دتامین په خاطر هیله کیږي چې ولسمشرته دسوغات په ډول د بستو یا تړل شویو او پوښل شویو، او یاهم ورانیدونکو توکو له استولو څخه ډډه وکړی. ځکه چې د غه توکي او جنسونه شاید تخریب او یا له منځه وې وړل شی او تاسوته یې د بیرته در وګرځول امکان نشته.
یادداشت: ددې لپاره چې ولسمشر ته هره ورځ فوق العاده زیات ایمیلونه رارسیږي، نو ددې ضمانت نه شته چې دهغو ټولو ته په منفرده توګه ځواب ورکړل شي.
ولسمشر ته ستاسو نظرونه مهم دي، او په هرحال موږ تاسو له ولسمشر سره داړیکې دټینګښت لپاره هڅوو.
متاسفانه چې ولسمشر د تصویر اخیستلو، لاسلیک او یا هم دشخصی سوغاتونو په برخه کې ستاسې غوښتنې نه شي منلی.