دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دهېواد په سطحه پّه بیلابیلو برخوکې چې دافغانستان دخلکو لپاره حیاتي ارزښت لري کمیسیونونه جوړ کړي دي تر څو دغه کمیسیونونه دافغانستان دودې او پرمختګ دبهیر په پرمخ بیولو کې ګټور تمام شي. دغه کمیسیونونه په لاندې لست کې شامل دي.
- دافغانستان دبشر د حقوقو خپلواک کمیسیون
- دعدلي او قضایی اصلاحاتو کمیسیون
- داساسي قانون کمیسیون
- له ارتشا او اداري فساد سره دمبارزې کمیسیون
- دافغانستان دبشر د حقوقو خپلواک کمیسیون
دافغانستان دبشر دحقوقو خپلواک کمیسیون دولسمشر حامد کرزي دفرمان له مخې د۲۰۰۲ میلادي کال دجون په ۶ مه او همداراز دبن دپریکړو له مخې د۲۰۰۱ میلادي کال په دسامبر کې جوړ شو.دغه کمیسیون دبشري حقونو په رعایت دڅارنې، له بشري حقونو څخه دسرغړونې دمواردو تحقیق او دداخلي بنسټونو په منځ کې دبشري حقونو دفرهنګ د ترویج مسوولیت په غاړه لري.
- دعدلي او قضایی اصلاحاتو کمیسیون
دغه کمیسیون هم دبن دپریکړو له مخې دعدلي او قضایی بهیر دښه والي او دقانون دحاکمیت په موخه جوړ شوی. که څه هم په افغانستان کې دوه نیمو لسیزو جګړو ددغه هېواد عدلي او قضایی سیستم په بشپړه توګه له منځه نه دی وړی خو هغه یې ګډوډ کړی دی. دغه کمیسیون دخپل درې کلن کار په ترڅ کې هڅه کړې چې دافغانستان دایمي عدلي بنسټونه لکه: ستره محکمه، دعدلې وزارت او لویه څارنوالي پیاوړې کړي.
داساسي قانون کمیسیون هغه وخت بڼه غوره کړه چې افغانستان دبیړنۍ لویې جرګې وروسته داساسي قانون دبیا لیکنې لپاره چمتو شو. دغه کمیسیون دافغاني ټولنې له بیلا بیلو قشرونو سره له پراخو سلا مشورو او دنړۍ دبیلابیلو هېوادونو داساسي قوانینو له دقیقې څیړنې وروسته جوړ او وده یې وکړه. داساسي قانون یوه مسوده چې داساسي قانون په لویه جرګه کې دبحثونو داساس په توګه مطرح شوې وه، تدوین شوه. داساسي قانون کمیسیون چې خپله دنده یې سرته رسولې نور فعال نه دی. داساسي قانون دمطالعې لپاره چې د۲۰۰۴ میلادي کال دجنورۍ په ۲۶ مه دولسشمر حامد کرزي لخوا توشیح شو، مهرباني وکړی دلته کلک وکړی.
- له ارتشا او اداري فساد سره دمبارزې کمیسیون
دبیروکراسۍ پرځای دشایسته سالارۍ دفرهنګ دترویج، داداري فساد دکمښت، په دولتي ادرو کې دمقررۍ پرمهال له خپلوۍ او قوم پرستۍ او له بې کفایتۍ څخه دمخنیوي په موخه، ولسمشر حامد کرزي د۲۰۰۳ میلادي کال دجون په میاشت کې له ارتشا او اداري فساد سره دمبارزې په نوم یو کمیسیون جوړ کړ.
دغه کمیسیون دنده لري چې په اداروکې داداري فساد دله منځه وړلو په خاطر ګټوره ستراتیژي برابره کړي ترڅو له یوې خوا فساد له منځه لاړشي او له بلې خوا په دولتي ادارو کې ټولنیز ګټور خدمتونه په متعهدانه ډول ترسره شي.